تبليغاتX
دزمریانو مورچل
دزمریانو مورچل
بیشکه الله پاک له مومنانونه دهغوی ځانونه او مالونه اخیستی دی په بدل کی به یی جنت ورکوی هغوی د  
قالب وبلاگ
پيوندهای روزانه

د شلمى پېړۍ په اتمه لسيزه کې الله جل جلاله افغان ولس ته دا افتخار وباښه چې په پيړيو، پېړيو دپه ټپه دريدلى جهاد توغ يوځل بيا په دوى پورته کړي او الله جل جلاله ددوي په دغه جهاد کې دومره برکت کيږدي چې د ټولې نړۍ خلک پرې ورمات شي، هغه اروپاچى دکمونيزم له ويرې يې سترگې دريدلې وې او ملک الموت ته يې انتظار ويست، ژوند ته راوگرځيد اودهمدغه جهاد پرمټ دمدني او سياسي ژوند په بازار ورگډ شو، دا مبارک  جهاد دومره ابعاد ونيول چې دلينن دمجسمې له زيندۍ کيدو نه نيولى دبرلين ديوال ترنړيدو پورې له لبه داسې حماسې وزيرږولى چې تاريخ يې سارى نشي ښودلاى، دشرق او غرب نظامى استراتيژ ستانو ويل : (( کله چى روسان کومى خاورې ته ننوتل بياترې نه وځي اوهغه دخپل قلمرو جز گرځوي)) ، مگر افغان جوړوونکو مجاهدينو دامعادله داسې وړې وړې کړه چې روسي کمونستى برم يې له کمونيزم سره يوځاى په افغانستان کې خښ کړ او دتاريخ دهديرې يوه برخه شول.. تاسې وگورئ دغه شرميدلې امريکا او سپين سترگې اروپا ته چې کله ددوى ستر دښمن دافغانستان دوياړلو مجاهدينو په لاس مات شو، دوى دواړو په مجاهدينو پسې واخيستل، رنگ ، رنگ نومونه يې پرې کيښودل او په هرځاى کې يې خپلو ځروته وظيفه ورکړه  چې دمجاهدينو دبدنامولو لپاره دسيسې او توطيې جوړې کړي...  کله چې ددى جهاد ژورې اغيزې را برسيره شوې او دسيمې اونړۍ دسياسې اواقتصادى جغرافيې نقشه پرې بدله شوه او په ټوله نړۍ کې دآزادى داوچت احساس نسيم په چليدوشو، امريکا په يوه بهانه ډگر ته راووت او سپين سترگى اروپايې په ځان پسى کش کړه اوپه دې توگه دهمدغه جهاد پرضد يې دصليبي جنگونو په عنوانولو سره پراخه جگړه پيل کړه ، هغه مجاهدين چې پرون دنړۍ ژغورونکى اود آزادى دغورځنگونو سروال ول نن دترهگرو په نامه زموږ دهيواد په غرونو رغونو کې د امريکا او اروپا ديرغلونو په وړاندې  سينې سپرکړي، همدغه مجاهدين دي چې ددين، وطن، شرف ،عزت، آزادى اوخپلواکى په لار کې سرونه ښيندي، شهادتونه گټى او په مقابل کې يې کورنۍ او دکورنۍ غړي دژوند مرگونى ستونځي گالي... نوزمابډاى وطنواله، که چيرې دالله دلارې دغه سروال ستا اوزما په څنگ کې نه واى، نوڅه فکر کوي چې امريکايانو به زموږ پرعزت او شرف څه لوبې کولې؟!راځه سردې گريوان ته راښکته کړه او لږ څه غوروکړه چې تا تراوسه پورې له خپلوبى وزلو مجاهدينواو هغو يتيمانو سره څه کړى دي چې همدغو امريکايانو او اروپايانو دصليبى جنگونو ترعنوان لاندې شهيدان کړل؟! اوس هم همدغه مجاهدين ټوپک په لاس پرخه، په برخه د اسلام او وطن دښمنان تعقيبوى او زه ته ددوى دهلوځلو او شانمن جهاد له لامله آرام ژوند لرو اوددنيا او دولت سره لوبى کوو، آيا کله دې هم په دې باب فکر کړى چې د امريکايي او اروپايي بمونو په درزا کې دشهيدانو په کورنيو څه تيريږي؟!

نوراځه – په دغه مبارکه مياشت کې دلاس اوزړه غوټې دې خلاصې کړه، عمروته مه ځه، که يو ځل دې حج کړى وي، بيا، بيا حجونه مه کوه، که دې زکات نه وي ورکړى دمال زکات دې وباسه، سربېره پردې دانفاق لاره ونيسه او هغه معلوم حق هم ودوى ته ورکړه چې الله جل جلاله ستا په مال  کې ټاکلي دي ته به هم په دى سترجهاد کې شريک شوى وې او سبا به په دې وياړ کې هم شريک يې چې صليبى اروپا او امريکا ستا له وطنه ځوړند سرونه او شرميدلي سترگې ووځي اوهلته اسلامى نظام جوړ شي...

الله اکبر

[ دوشنبه دوم آبان 1390 ] [ 17:10 ] [ طلحه انصار ]
دا ډيره پخوانى او زړه خبره ده چى افغانان دنړۍ يو اتل او قهرمان قوم دى او زمونږ دتاريخ په شمول دنړۍ په تاريخونو کى هم داخبره ثابته شوى ده مگر مونږ غواړو دا موضوع وروستى او دروانى پيړۍ نسل ته چى ددښمنانو تبليغاتو ئى ذهنونه مشوش کړى يوځل بيا ثابته کړو چى افغانان په تش لاس دجنگ جگړى ميړونه دى دروسانو ديرغل په وخت افغانانو خپل پخوانى تاريخ راژوندى کړى او اتل ولى ئى دسرى امپراطورى (پخوانى اتحاد جماهير شوروى) ټغر د ډيرو هيوادونو ا اولسونو څخه ورټول کړ دوارسا پکت ئى عملاً متلاشى کړ



او دسر په قربانيو ئى خپل هيواد دروسانو له ناولو منگلو څخه خلاص کړ او آزادى يې ترلاسه کړ  مگر د اسلام اومونږ دپاکى خاورى دښمنانو زمونږ دغه ميړانه يوبل ډول تعبير کړه او دروسانو ماتى ئى دخپلو يو څوميله کمکى وسلو اویوناڅیزه مادی مرستهی محصول وگڼله او دائى هميشه تبليغات کول چى زمونږ وسلو او پيسوروسانو ته ماتى ورکړه  که امريکا کمک نه وى روسان دافغانستان څخه هيڅ چا په زور نشواى ويستلاى دغه تبليغات ترڅو وروستيو کلونو پورى هم ديو شمير ناخبره افغانانو په دماغونو کى ديو حقيقت په شکل  درج ول اوس به ان شاءالله ټولو افغانانو او نړيوالو ته څرگنده شوى وى چى افغانان خصوصاً مجاهدين چى د امريکا او ناتو سره چى دتيرو اتوکلونو راپدى خوا په جهاد بوخت دى او د امريکايانو او دهغوى دناتو پکت ماتى يې حتمي کړي دي. د صليبى ځواکونو تلفات ورځ په ورځ زياتيږى دا په داسى حال کې چى اوس هيڅ داسى څرگند قوت نشته چې د مجاهدينو سره نظامى مرستى وکړى يا مالى کمک ورسره وکړى مجاهدين د الله (ج) په نصرت په ډير قوى روحيه ددغو متجاوزينو په مقابل کى جنگيږي دهيڅ چا د کمک طمع نلرى دروسانو په وخت کى هم مجاهدينو د چا څخه مرسته نه وه غوښتلىکومى مرستى چى په هغه وخت لويديځو هيوادونو کولى خپلى گټى ئى په نظر کى نيولى د افغانانو غم ورسره نه و. اوس افغانان يواځې د خپل ايمان په زور او دالله په نصرت سره مبارزه کوى دنړيوالو هغه تبليغات اوس ټول خنثى شول چى روسان ددوى په مټو مات شول د افغانانوقهرمانى اوس ښه ورته څرگنده شوه چى افغانان په تش لاس او لږ وسايلو دنړۍ دهر امپراطورى ژامىماتى کړى او دادى د وروستى فرعون جسد به هم ان شاءالله په دى خاوره کى غرق کيږي .

 

[ دوشنبه دوم آبان 1390 ] [ 17:4 ] [ طلحه انصار ]

دشهادت ترشاپراته رازونه

مولوي شمس الرحمن

الله جل جلاله , نبيانو , شهیدانو , صالحانو ( نېکانو) , صادقانو ( رښتینو) ته په عالم برزخ (قبرونو) کې دخپلي لورېیني له مخې له نورو خلکو څخه ځانګړی یو بېل ژوند ورکړیدی ، الله جل جلاله دوی په حق فرمایلي . { ... بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَكِنْ لَا تَشْعُرُونَ (154) البقرة  ژباړه : په حقیقت دوی ژوندي دي ، خو له تاسي سره د هغه ژوند شعور نشته .

په هغه ژوند چې مونږ   نه پوهیږو دا له دې امله ده چې هغه ژوند نه موږ په سترګو لېدلی دی او نه یې په دنیوي امثالو کې کومه بېلګه په مشاهده توګه موږ ته ښوولې شوې ده ، یوازي دومره کولای شو چې په راتلونکي بحث او څېړنه کې چې شهیدانو دکرامت اړوند کیږي له همدې ټکي نه به د سر چینې په توګه الهام اخلو .

قال الله تعالى { وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا (69) ذَلِكَ الْفَضْلُ مِنَ اللَّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ عَلِيمًا (70) } النسآء

ژباړه   : څوک چې دالله او دهغه دپیغمبر اطاعت وکړي ، دوی به د هغو خلکو ملګري وي چې په هغو باندي الله پیرزوینه کړې ده ، یعني نبیان ، صدیقان ، شهیدان ، او صالحان ، دا څومره غوره ملګرتیا ده چې چا ته په برخه شي . دا حقیقي پیرزوینه ده چې دالله له لوري کیږي ، او د حقیقت پوهني لپاره یوازي دالله علم کافي دی .

پوښتنه : الله جل جلاله د سورة البقرة ( ۱۵۴) او د سورة آل عمران ( ۱۶۹) آیاتونو کې فرمایلي دي چې د الله جل جلاله د سپیڅلی لارې شهیدان ژوندي دي خو تاسي سره د هغه علم نشته که د مرګ څخه مطلب د روح تلل وي دا ښکاره ده چې مسلمان ، کافر، او منافق درې واړه له نړۍ څخه د روح د تللو په صورت کې رخصت اخلي مړه کیږي ، اوکه داسي ىه چې د قبر ( برزخ ) ژوند ترې مراد وي د هغه لمخه د ثواب یا عذاب احساس کوي هغه خو هم معلوم دی چې هر یوه لره كه نيك مسلمان وي , کافروي , اوكه منافق درې واړو ته ثابت دی , چې دهغه لمخه څوک د اجر اوثواب او څوک دعذاب خوند ګوري ، نو د الله جل جلاله د قول څه مطلب دی چې یوازي د شهیدانو په حق کې فرمایلي دي چې ژوندي دي ؟

ځواب : نیکانو ته الله جل جلاله په برزخ ( قبر ) کې ځانګړی خوشحاله , سوكاله , او ارام آزاد ژوند ورکړی دى , نو ځکه الله جل جلاله فرمایلي دي چې دوی ژوندي دي .

او دکافرانو په حق کې الله جل جلاله په ځانګړې توګه د سورة التوبة په ( ۸۴ ) آیت کې فرمایلي دي , چې په ابدي مرګ مړه دي , او هغوی ته يې بیا یو ځانګړی همېشنی   په ځنځیر او زولنو کې بند او حبس ورکړی دى نو ځکه الله جل جلاله دهغوی په حق کې فرمایلي دي چې دوی مړه دي .

دمسئلې تفصیل : لومړی دکافرانو د ابدي مړیني اړوند یو لنډ بحث غواړم چې بیان شي بیا د نېکانو د ژوند بحث له توان سره سم پوره په تفصیل سره غواړم چې وشي , ځکه په هغه کې ډېرلوی حقیقتونه پټ پراته دي ، هغه په تفصیل سره په ډاګه کول غواړم .

لومړی مطلب ، دکافرانو د برزخ د حال څېړنه ګڼ شمیر علماؤ په خپلو کتابونو او رسالو کې کړې ده , د بېلګي په توګه : علامه قرطبی ، علامه ثنآء الله په تفسیرمظهری کې , او علامه مفتی محمد شفیع په معارف القرآن کې کړې ده ، رحمهم الله علیهم , او خصوصا علامه سیوطی رحمه الله په خپله رساله شرح الصدور شرح احوال الموتی والقبور کې کړې ده ، د ټولو خلاصه داده : چې ددې آیتونو تر عنوان لاندي شننه غواړم .

قال الله تعالى { إِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌ (12) } البروج  ژباړه : په حقیقت کې ستاسي د پروردګار ګرفتاري ( چاپه) ډېره سخته ده . یعنی کله چې الله جل جلاله له دښمنانو، ظالمانو ، بې رحمو څخه دمؤمنانو غچ ( انتقام ) اخلي هغوی ته د دوزخ په ګرمو لمبو عذاب ورکوي ، ډېر سخت دی ، لکه پروردګار جل جلاله چې فرمایې : كقوله: "إِنَّ أَخْذَهُ أَلِيمٌ شَدِيدٌ (102)" (هود) د خدای جل جلاله نیونه ډېره درد ناکه او ډېره سخته ده .

قال الله تعالى { إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ سَلَاسِلَ وَأَغْلَالًا وَسَعِيرًا (4) } الانسان    ژباړه : د کافرانو لپاره موږ ځنځیرونه ، ځولنې ( طوقونه) او بې درېغه لمبه وهونکی اور تیار کړیدی .

قال الله تعالى { خُذُوهُ فَغُلُّوهُ (30) ثُمَّ الْجَحِيمَ صَلُّوهُ (31) ثُمَّ فِي سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُونَ ذِرَاعًا فَاسْلُكُوهُ (32) إِنَّهُ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ (33) وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ (34) فَلَيْسَ لَهُ الْيَوْمَ هَاهُنَا حَمِيمٌ (35) وَلَا طَعَامٌ إِلَّا مِنْ غِسْلِينٍ (36) لَا يَأْكُلُهُ إِلَّا الْخَاطِئُونَ (37) } الحاقة  ژباړه : امر به وشي چې دﺉ ( کافر ) ونیسئ او دده   غاړي ته کړۍ واچوﺉ ، بیا یې دوزخ ته دکشېدو په حال کې ننباسئ , بیا دﺉ په اویا ګزه اوږده ځنځیر وتړﺉ ، ده ، نه د عظمت څښتن الله باندي ایمان راووړ ، او نه یې مسکین ته په خوراک   ورکولو هڅونه کوله ، نو ځکه نن ، نه دلته دده کوم غمخور دوست شته ، او نه د زخمونو له ځوونو نه پرته دده لپاره څه خواړه ، چې هغه له ګناه کارانو پرته د بل چا خوراک نه دی .

كوم وخت چې کافران مړه شي او روح ترې واخیستل شي , د دوی لپاره مرګ   د دوزخ   دروازه ده , د دوی نجس روح چې له تنه بېل شي سمدلاسه هغې ته د دوزخ له زرڼو څخه جوړ ې شوې د ټاټ جامې ورغواندلي شي ، اولچلک او زولانه ور واچول شي د درانده وزن دوزخي ځنځیرونه ورباندي را تاوکړي , او د دوزخ له ګرمو سیخانو څخه کړۍ جوړې شوې وي چې په هغې کې د سيخ کباب په څیر د خولې له لوري وپېيل شي او کړۍ یې د لاندي لوري څخه راووځي په دې کړۍ کې ګرد راوګرځي بیا يې د دوزخ په بندي خانه ( سجین ) كې د تل لپاره په کوټه قلفۍ کې هستوګن کړي چې هیڅ راز   ازادي نه لري او نه د را تلونکي لپاره د هیڅ   راز   راحت امید لري همدا دکافرانو ابدي مړینه ده , په دې شنني د سورت توبة ( ۸۴ ) یم آیت توضیح وشوه .

قال الله تعالى { وَلَا تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِنْهُمْ مَاتَ أَبَدًا وَلَا تَقُمْ عَلَى قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُوا وَهُمْ فَاسِقُونَ (84) وَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَأَوْلَادُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِي الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ (85) } التوبة   ژباړه : که پراتلونکي وخت کې که له هغوی ( منافقینو) څخه څوک په ابدي مرګ ومري ته هیڅکله هغوی ته د جنازې لمونځ مه ورکوه او د هغوی په قبر مه دریږه ځکه چې هغوی له   الله   او د هغه له پیغمبر څخه انکارکړی دی او هغوی په داسي حال کې مړه شوي دي چې فاسقان دي . دهغو شتمني او د هغو د اولادونو ډېروالی دي تا تیر نباسي ، الله خو اراده کړې ده چې ددې مال او اولاد په وسېله هغو ته په دې دنیا کې سزا ورکړي ، او د هغو ساه ګاني په داسي حال کې وباسي چې هغوی کافران وي .

د دویم مطلب : څېړنه په دې توګه ده ، نیکان چې نبیان ، شهیدان ، صادقان ، او صالحان دي ، د دوی سپېڅلي ارواحونه چې له تنه بېل شي د دوی لپاره مرګ د جنت دروازه ده , سمدلاسه   الله جل جلاله دخپلي لورېیني لمخه ځانګړی خوشحاله , سوكاله , ارام او ازاد ژوند ورکړي د دوی کړاوونه , تکلیفونه شكنجې ، دردونه ، زخمونه ، بندي خانې , ناروغۍ , نا دارۍ , چې په دنیا کې پرې تیر شول او دوی وګالل هغه پرې ټکور کړي .

قال الله تعالى { إِنَّ الْأَبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِنْ كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا (5) عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللَّهِ يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًا (6) يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا (7) وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا (8) إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنْكُمْ جَزَاءً وَلَا شُكُورًا (9) إِنَّا نَخَافُ مِنْ رَبِّنَا يَوْمًا عَبُوسًا قَمْطَرِيرًا (10) فَوَقَاهُمُ اللَّهُ شَرَّ ذَلِكَ الْيَوْمِ وَلَقَّاهُمْ نَضْرَةً وَسُرُورًا (11) وَجَزَاهُمْ بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَحَرِيرًا (12) مُتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زَمْهَرِيرًا (13) وَدَانِيَةً عَلَيْهِمْ ظِلَالُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا تَذْلِيلًا (14) وَيُطَافُ عَلَيْهِمْ بِآَنِيَةٍ مِنْ فِضَّةٍ وَأَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِيرَ (15) قَوَارِيرَ مِنْ فِضَّةٍ قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًا (16) وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنْجَبِيلًا (17) عَيْنًا فِيهَا تُسَمَّى سَلْسَبِيلًا (18) وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُخَلَّدُونَ إِذَا رَأَيْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَنْثُورًا (19) وَإِذَا رَأَيْتَ ثَمَّ رَأَيْتَ نَعِيمًا وَمُلْكًا كَبِيرًا (20) عَالِيَهُمْ ثِيَابُ سُنْدُسٍ خُضْرٌ وَإِسْتَبْرَقٌ وَحُلُّوا أَسَاوِرَ مِنْ فِضَّةٍ وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا (21) إِنَّ هَذَا كَانَ لَكُمْ جَزَاءً وَكَانَ سَعْيُكُمْ مَشْكُورًا (22) } الانسان

ژباړه : نېکان به په جنت کې د داسي شرابو جامونه څښي چې په هغوکې به د کافور اوبه ګډي شوې وي ، دا به بهېدونکي چینه وي چې د هغې له ابو څخه به د الله بندګان څښي ، او کوم لورې ته یې چې زړه وي په اسانی سره به یې هغې خواته بهوي ، دا هغه کسان دي چې په دې دنیا کې خپل نذرونه تر سره کوي ، او له هغې ورځي څخه وېرېږي چې د هغې آفت به په هرلوري خپور شوی وي ، او د خپل پروردګار په مینه مسکین ، یتیم ، اوبندي ته خواړه ورکوي ، او هغو ته وایې چې موږ تاسي ته یوازي د الله په خاطر خواړه درکوو ، موږ   له تاسي څخه نه کومه بدله غواړو اونه مننه ، له موږ سره د خپل پروردګار څخه د هغي ورځي دعذاب وېره ده ، چې د سخت کړاو ډېره اوږده ورځ به وي ، نو الله تعالی به دوی دهغې ورځي له شر څخه وژغوري ، دوی ته به تر تازګي او خوشحالي ورکړي ، د هغو د صبر په بدل کې به هغو ته جنت او ورېښمن کالي ورکړي ، هلته به دوی په لوړو پلنګونو باندي تکیه وهلي ناست وي ، نه به یې د لمر ګرمي په تکلیف کړي او نه سخت ساړه ، په داسي حال کې چې دجنت څانګي به پرې راټیټي شوې سیوري کونکي وي ، او د هغو مېوې به هروخت دهغوی په اختیار کې وي ، چې څنګه یې غواړي همغسې یې وشکوي ، دهغو مخي ته به دسپنو زرو لوښي او ښيښو ګلاسونه ګرځول کیږي ، ښښې هم هغه چې دسپنو زرو په ډول به وي ، او هغه به دجنت منتظمینو په سمه اندازه برابر ډک کړې وي ، په هغو به هلته دشرابو داسي جامونه وڅښل شي ، چې د هغه د ښه خوند او کیف لپاره به زنجبیل پکښې ګډ شوی وي ، دا به د جنت یوه چینه وي چې سلسبیل ورته ویل کیږی ، د هغو دخدمت لپاره به داسي تر تازه هلکان ګرځي راګرځي چې تل به په یوه حال کې وي ، که هغوی ووینې نو ګمان به وکړي چې دا خو ملغلري دي چې خپرې کړای شوې دي ، هلته چې ته هرې خواته نظر واچوې سراسر نعمتونه او دیو لوی سلطنت رنګ او رونق به دي ترسترګو شي ، په هغو باندي به د نریو ورېښمو شنه جامه پرته ، د اتلس او د پرړو ورېښمو جامې به یې وي ، هغو ته به د سپنو زرو بنګړي واچول شي ، او دهغو پروردګار به په هغو باندي ډېر زیات پاک شراب وڅښي ، دادي ستاسي مکافات او ستاسي هاند او هڅه موږ ته د قدر وړده .

همدا راز به د نبی كريم صلی الله علیه وسلم په حدیثونو کې د دوی د ابدي ژوند او ازادي پوره څیړنه وشي خلاصه خبره دا ده چې دوی هغه کمال چې په دنیوي ژوند کې یې نه وو ترلاسه کړی اوس به يې ترلاسه کړي د پاکو او نوراني مخلوقاتو د مجلسونو چې مخکي برخوال نه ؤ اوس به يې برخوال شي او هغه سَیر او سِیاحَت چې مخکي دوی   ته   نه وو حاصل اوس به د جنت او د دنیا هر کونج کنار ته په   روحاني صورت کې ځي او راځي هغه عبادتونه چې مخکي په دنیوي ژوند کې د څه عوارضو له کبله دوی نشوای کولای اوس به هغه په خوند سره کوي او لذت به ترې اخلي که څه هم دا د مکلفیت دوره نه ده , د دې عبادتونو په بدل کې کوم نه وی اجر او ثواب   نشته یوازي او یوازي د لذتونو برخه ده , چې الله جل جلاله د خپلي لورېني لمخه د غوره نعمتونو له جملې څخه یې دوی ته ورکوي ، که وغواړي دوی له مجاهدینو سره يوځای په جهاد کې ونډه واخلي اخيستلای یې شي , له حاجیانو سره يوځای د حج   مراسم اداء کولای شي ، له مرګ څخه وروسته لمونځ ، د قرآن تلاوت ، تسبیحات او ذکرونه کولای شي ، له نورو نیکانو سره ملاقات کولای شي ، او په دوی پسې له شا مړه کېدونکو نېک عمله دوستانو د را تللو خبر او زیری ورکول کیږي او له دوی وروسته چې کوم نېکان مړه شول له هغوی څخه د ژوندیو دوستانو د اعمالو پوښتنې ګرویږني کولای شي , لنډه دا چې دا هغه ژوند دی چې د سورة البقرة ( ۱۵۴) او د سورة آلعمران ( ۱۶۹) په ایاتونو کې الله جل جلاله   فرمایلي دي چې د الله جل جلاله دسپیڅلي لارې شهیدان ژوندي دي توضیح او تشریح پرې وشوه ، د دې ټولو د ثبوت لپاره د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د حدیثو له زېرمي څخه یو څو د بېلګي ستاسو مطالعې ته وړاندي کوم هېله ده چې په ژوره کتنه يې وګورئ .

[ دوشنبه دوم آبان 1390 ] [ 16:46 ] [ طلحه انصار ]


                                             بسم الله الرحمن الرحيم

د كهف سورت د دجال له فتنې سره ډير ژور تړاو لري، د قوي او مستندو احاديثو نه ثابته شوې ده چې څوك د جمعې په ورځ سورت كهف ولولي نو د د جال له فتنې نه به خوندي وي، په ځينو احاديثوكې د پيل د لسو ايتونو او په ځينو كې د پاي د لسو ايتونو يادونه شوې.
د دجال په هكله خورا زيات قوي او مستند احاديث راغلي دي. له دغو احاديثو نه چې كومې خبرې په ډاګه زمونږ مخې ته راځي، په هغو كې ډيرې مهمې خبرې دي:
لومړۍ خبره دا چې هغه به په څرګنده توګه د كفر او د الله (جل جلاله) د نه منلو بيرغ راپورته كوي، او همدې لور ته به بلنه كوي، او د خدايۍ دعوه به هم كوي.
دويمه خبره چې له دغو احاديثو څخه ثابتيږي، هغه دا ده چې دى به په بشپړه توګه د فطرت او قدرت په طاقتونو برلاسى وي. لومړۍ خبره په احاديثو كې په داسې ډول بيان شوې چې د ده په ټنډه به ك، ف، ر (كفر ) ليكل شوى وي، دويمه خبره په احاديثو كې په بيلا بيلو ډولونو باندې داسې بيان شوې چې د هغه غږ به په ختيځ او لويديځ كې واورول شي، د كلونو مسافه او فاصله به په ساعتونو او دقيقو كې لنډه كړي، باران به هم و اوروي او پټي به هم راشنه كړي، د پټي او كښت په محصول كې به هم بې ساري زياتوالى راولي.
دريمه خبره چې په بيلابيلو ډولونو بيان شوې، هغه دا ده چې د ده اغيز به په ډير حيرتناك ډول باندې خلكو كې نفوذ وكړي. دا خبره په حديث كې په دې الفاظو كې بيان شوې ده چې سړى به سهار مسلمان وي خو ماښام به كافر وي. پردې برسيره دا خبره هم بيان شوې ده چې هغه مهال به د ايمان په لار تلل ډير سخت او ستونزمن او د کفر پر لار به تلل ډير اسان وي. له ده سره به يو جنت وي، چا چې د ده خبره ومنله، نو د هغه به د جنت ژوند وي، او چا چې د هغه خبره ونه منله، د هغه ژوند به د دوزخ ژوند وي. دا وو د هغه د ځانګړتياوو لنډيز.
د دې احاديثو په ليدو سره يو شمير معاصرو خلكو ويلي چې ګواكې دجال د كوم شخص نوم نه دى بلكې دا په اصل كې د يوه بشپړ تهذيب او تمدن نوم دى، او لويديځوال تمدن د خپلو ځانګيړنو پر اساس له هماغه ځانګړتياوو نه ډك دى چې يادونه يې په دغو احاديثو كې شوې.
زما په اند دا نظريه په كم فهمۍ بنا ده. ځكه په ځينې صريحو احاديثو كې په څرګنده توګه د يو شخص په اړه يادونه شته او له همغه سره دا ټول شيان تړل شوي دي. د دې پر ځاى چې انسان په قران باندې د پوهې لپاره خپل عقل او پوهه وكاروي، هغه په دې هيله وي چې قران او احاديثو ته داسې معنى ورواغوندي چې د ده د عقل او پوهې سره برابره راشي.
زمونږ دا ايمان او يقين دى چې قران مجيد د هر عصر لپاره راغلى دى، او رسول اكرم (صلى الله عليه وسلم) چې په كومو الفاظو كې د دجال د فتنې ذکر كړي، هغه ډير سخت الفاظ دي، رسول اكرم (صلى الله عليه وسلم) فرمايلي: هر پيغمبر خپل امت ته د يوې فتنې په اړه خبر وركړى او زه يې هم خبروم. په يوه دعا كې چې رسول اكرم (صلى الله عليه وسلم) به زياتره غوښتله د: و اعوذ بك من فتنة المسيح الدجال، الفاظ هم شامل دي.

منځلارى نظر

پدې مسئله باندې د پوهيدو لپاره زه د دې دواړو په منځ منځ كې يوه لار را وباسم او هغه داسې چې كوم احاديث چې په سورت كهف كې د دجال له فتنې سره تړاو ورکړل شوی دی، هغه هم پخپل ځاى درست او په حقه دي، او د هرې زمانې لپاره، يوازې د نن يا د هغه مهال لپاره چې قرآن پکې نازل شوى او يا د نن نه پنځلس سوه كاله وروسته لپاره هم نه بلكې تركومه پورې چې انسانان موجود وي د قرآن دا برخه به په همدغه ډول د رڼا او لارښوونې سرچينه وي څنګه به چې په واقعي توګه په هغه زمانه كې وي، كله چې د دجال څيره راڅرګنده شي. له همدې لحاظه زه په دوو شيانو كې توپير كوم: چې يو د دجال شخصيت دى، او دويم د هغه د فتنو ځانګړتياوې.
زما په اند د دجال د فتنو ځانګړتياوې په هر دور كې په يوه بڼه نه يوه بڼه باندې موجوديږي،او نن زمونږ په دور كې هم كه سترګې وغړوو نو هغه موجودې دي، نن هم انسان پخپله خداى جوړ شوى، په څرګنده توګه يې دا خبره اعلان كړې ده، چې ګواكې الله (جل جلاله) ته د انسان په كړو وړو كې د مداخلې او لاسوهنې څه اړتيا نشته. د انسان واك او اختيار، د فطرت په طاقتونو باندې ورځ په ورځ پراخيږي او په تيزۍ سره روان دى. د اغيز او نفوذ چې كوم وسايل نن پيدا شوي هغه په اصل كې ډير ژر د انسان په ذهن او ايمان كې ژور او د حيرانتيا وړبدلون راولي، او دا كيفيت په سترګو وينو چې سړى نن يو ډول وي سبا ته بل ډول.
په دې لحاظ، كه چيرې مونږ سورت كهف ولولو نو له پيل نه نيولې تر پايه به د دې هر يو ايت مونږ ته پخپل دور كې د لارښوونې د يوې ځانګړې رڼا او لارښود په توګه تر سترګو شي. ما د دې سورت د منځ نه يو څو ايتونه غوره كړي، چې په هغو كې يوه مكمله نسخه وړاندې كړى شوې ده. كه چيرې سړى پدې باندې منګولې ټينګې كړي، نو هغه د فتنو د هغو ټولو ځانګړتياوو نه خپل ځان خوندي ساتلى شي،چې د هغو يادونه په صحيح او مستندو احاديثو كې شوې ده.
وَاتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنْ كِتَابِ رَبِّكَ لا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ وَلَنْ تَجِدَ مِنْ دُونِهِ مُلْتَحَدا
وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطاً
وَقُلْ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُر- الكهف ۱۸: ۲۷ ــ ۲۹

ژباړه:
او اى محمده! د خپل رب هغه كتاب خلكو ته ووايه چې تا ته وحې شوى دى د هغه خبرې هيڅوك نشي بدلولى او نه به له هغه پرته په هيڅ ځاى كې پناه تر لاسه كړاى شې. او له هغو كسانو سره خپل زړه ډاډمن كړه چې خپل رب سهار او ماښام رابلي. او د هغه خوښي ترلاسه كول يې يوازينۍ هيله وي. ستا سترګې بايد له هغوى نه وانه وړي. ايا ته د دنيا ښكلا خوښوې؟ او د هغه چا مننه مه كوه چې د هغه زړه مو له خپل ذكر نه غافل كړى، په خپلو خواهشاتو پسې روان او د ژوند كار يې له پولې وراووښتى دى.
او اى محمده ! د خپل رب له لوري په زغرده حق ووايه. څوك چې ايما ن راوړي ايمان دې راوړي. او څوك چې كافر كيږي كافر دې شي.

د خلاصون نسخه

كه وغواړم چې د دې ټولې برخې لنډيز وړاندې كړم نو هغه قران، ورورولي او د دعوت كار دى.
پدې برخه كې دا درې اصول بيان شوي دي، چا چې دا درې واړه په كلكه ونيول، يعنې د الله كتاب، د خپلو مسلمانانو ورونو سره د ورورولۍ اړيكې، او د حق لور ته دعوت… دا په اصل كې هغه نسخه ده چې سړى په هر دور كې له هغو فتنو نه خوندي ساتلى شي چې د دجال په څير د ده په ايمان پورې نښتې وي.
راځئ چې هر يو يې بيل بيل وګورو چې قران يې په اړه څه فرمايي، او په دې ټولو كې هر يو څومره زمونږ لپاره ارزښتناك كيدې شي، او په څه ډول يې مونږ په كلكه نيولى شو ترڅو خپل ځان پرې وروزو او خپل شخصيت پرې جوړ كړو.

1. له قران سره اړيكې:

د درې ګونو اصولو لومړنى اصل، د قران سره تړاو دى. الله (جل جلاله) فرمايي:
(او تلاوت وكړه د هغه شي چې تا ته يې وحې شوې ستا د پروردګار له لوري.)
معنا دا چې د هغه کتاب تلاوت وكړه چې تا ته يې وحې شوې، او ستا د پروردګار له لوري راغلى دى، څرګنده ده چې لدې نه مراد قران دى چې اوس مهال زمونږ په لاسونو كې دى، او زمونږ په كورونو كې هم شته، او پدې اړه خو زمونږ ايمان دى چې دا د الله له پلوه نازل شوى دى.
د تلاوت معنى يوازې لوستل نه دي، د لوستلو لپاره په عربي كې د قرائت لفظ كارول كيږي، د تلاوت لفظ په خپل منځ كې جامعيت لري، په عربي ژبه كې دا لفظ په ا صل كې د يو شي په بل پسې د تللو لپاره كارول كيږي.
څرنګه چې په قرائت كې هم الفاظ يو په بل پسې راځي، له همدې كبله د تلاوت لفظ هم د لوستلو په معنى وكارول شو. خو په قران كريم كې چې په بيلابيلو ځايونو كې دا لفظ په كوم ډول راغلى، له هغه نه دا جوتيږي چې په ژبه لوستل، ځان پرې پوه كول، خپل ځان ته يې جذبول، د هغې خپرول، عمل پرې كول، دا ټول مفاهيم پدې كې شامل دى. ګواکې چې بايد زمونږ شخصيت، ذهن، زړه، روح او زمونږ عمل د هغه كتاب سره يو كلك تړاو ولري کوم چې د الله له لوري نه يې وحې شوې ده. دا د ټولو نه لومړى شى دى. ځكه كه څومره تورتمونه او تيارې خپرې شي، خو بيا به هم دا د رڼا سرچينه د تل لپاره موجوده وي او په داسې ډول به پاتې وي څنګه چې له نن نه ۱۴ سوه كاله مخكې وه.
د دې كتاب سره د زړه، دماغو او د ذهن د كلك تړاو نه پرته په مونږ كې هيڅوك هم دا خوب نشي ليدلى، نه څوك خپله روزنه كولى شي، نه خپل ځان بيلګه جوړولى شي، نه د دعوت كار كولى شي، بلكې هيڅ كار نشي كولى، تر څو پورې چې د الله د كتاب سره كلك تړاو نه وي.دا هغه كتاب دى چې خپل اوريدونكي يې بدل كړل، د هغوى موخې او عزمونه يې بدل كړل، د ژوند سرچينه
يې وربدله كړه او په پاى كې يې خپل پيروان په نړۍ كې قائدين او لارښودان جوړ كړل. همدې كتاب د دوى ايمانونه پياوړي كړل، او ايمان يې د دوى په زړونو كې ننويست، او د دوى خپلمنځي اړيكې يې لاټينګې كړې. په دوى كې يې دننه د مننې او وفادارۍ صفتونه راپيدا كړل، او دوى نه يې يو پياوړى ټولګى جوړ كړ. نن هم كه څوك دا كار تر سره كولى شي نو يوازې پر همدې كتاب به يې تر سره كولى شي.بهرنۍ نړۍ كه هر څومره مونږ په خپلو دامونو كې راګير كړ ي يو، خو كه د دې كتاب د تلاوت سره زمونږ اړيكې ټينګې وي، نو ارومرو به تيارې په رڼاګانو بدليږي.
د قران كريم په اړه ويل شوي چې داسې كتاب دى چې په هغه كې څوك تغير او تبديل نشي راوستلى. نه له وړاندې نه او نه له شا خوا نه، څه باطل ورننوتى شي. دجال چې كله هم راځي نو رابه شي خو كه د دجال پيروان د خپل لوري نه هر څومره هلې ځلې وكړي چې د ايمان په قلعه كې سورى پيدا كړي، نو په هغې كې د سوري پيدا كولو هيڅ ګنجايش نشته. له همدې كبله الله (جل جلاله) فرمايي:
(وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيز ٌ * لا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلا مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيد) حم السجده۴۱ــ۴۲
ژباړه: او په رښتيا چې دا قران غوره او بې مثله كتاب دى، نه ورته د مخې له لوري باطل راتلاى شي او نه د شا له لوري.دا د حكيم او ستايلي شوي ذات راليږلى كتاب دى.
دا كتاب د ټولو خزانو څخه غوره خزانه ده. كه چېرې يو شخص د يو څه په اړه سوچ وكړي ترڅو يې راټول كړي يايې ترلاسه كړي، په دې اړه ښه کلک عزم او هوډ ولري، او په زړه کې ورته د خورا زيات قدر او ارزښت په سترګه هم ګوري، لدې کبله چې تر ټولو شيانو څخه يې غوره بولي، خو له دې ټولو شيانو څخه كه غوره شى شته هغه د الله كتاب قران دى. الله (جل جلاله) فرمايي:
(هُوَ خَيْرٌ مِمَّا يَجْمَعُونَ) يونس ۱۰: ۵۷
دا كتاب د هغو ټولو شيانو څخه غوره دى چې دوى يې راټولوي.
دا كتاب د هغو ټولو ناروغيو درملنه ده چې د سړي په زړه كې رامنځ ته كيږي. دا پخپله شفا ده، د شفا نسخه ده، او د هغو ټولو ناروغيو درملنه ده چې زمونږ په زړونو كې موجودې دي. الله (جل جلاله) فرمايي:
وَشِفَاءٌ لِمَا فِي الصُّدُورِ – يونس ۱۰: ۵۷
دا د زړونو د ناروغيو لپاره شفا ده.
پدې كې د ننه هغه نور او رڼا پرته ده چې د سړي د ننه او بهر ژوند دواړه رڼا كوي.

قرآن به څه وخت موږ ته ګټه راورسوي؟

د دې كتاب خورا ډيرې ځانګړتياوې پخپله په دې كتاب كې بيان شوي. خو دا خبره په ډاګه ورسره بيان شوې چې ترڅو پورې سړى خپل ځان دې كتاب ته ونه سپاري، ايمان پرې رانه وړي، خپل ځان د هغه په مخ كې وانه چوي، او له ده سره مضبوطې اړيكې ونه ساتي تر هغه وخت پورې به دا كتاب ده ته گټه ورونه رسوي.
قران كريم د خپلو هغو لومړنيو لوستونكو حالتونه هم ذكر كړي چې هغوى پخپله قران مجيد د رسول اكرم (صلى الله عليه وسلم) څخه اوريدلى، ځانونو ته يې جذب كړى، عمل يې پرې كړى، او د هغه پيروان شوي دي. له هغو حالتونو څخه په ډاګه كيږي چې د دوى د قران مجيد سره څومره ژورې اړيكې وې.
د دوى آواز يوازې پر ژبه نه وه بلكې د دې پرځاى يې اواز په زړونو كې دننه وه، داسې حالت به وه چې كله به قران كريم لوستل كيدو نو دوى به د خپل ايمان زياتيدل محسوسول. زړونه به يې ليوني شول، له سترګو نه به يې اوښكې روانې شولې، پوستكي به يې نرم شول او ويښته به يې زيږه زيږه شول.
دا د قران پخپله څرګندونه ده، د كوم بهرني تاريخ پوه بيان كړى شوې كيسې نه دي. قران پخپله په ډاګه كړې چې پر لوستونكو او اوريدونكو به يې څنګه كيفيتونه راتلل. دا ټول كيفيتونه د تلاوت په لفظ كې شامل دي، خو كه چيرې د قران كريم لوستل په هغه ډول وكړى شي، څنګه يې چې كول پكار دي ؟ الله (جل جلاله) فرمايي:
د الله (جل جلاله) د كليماتو لپاره هيڅ شى بدلوونكى نشته او تاسې به پرته د هغه نه هيڅ ځاى د پناه پيدا نه كړئ. (۱۸: ۲۷ )
كله چې د هر لوري نه د باطل حملې وي، باطلې فتنې، باطلې فلسفې، باطلې نظريې او باطل خيالات په سړي باندې راغونډ شوي وي، او له بيلابيلو لارو نه په سړي كې د ننوتو هڅې كوي، په داسې حالاتو كې يوازې يوه غيږ د پناه ده چې هغه قران دى ! څنګه چې ماشوم د مور غيږ كې ځان وراچوي او پوهيږي چې پر دغه مهال له هرې فتنې څخه خوندي دى، همدا ډول كه سړى خپل ځان، خپل زړه، او خپل روح د قران په غيږ كې ورو اچوي نو بيا دى د هغو ټولو د ښمنانو څخه خوندي كيږي چې د څلورو واړو لوريو څخه د ده په ايمان او زړه باندې حملې راوړي.
په دې ايت كې يوه بله خبره په ځانګړې توګه ياده شوې، فرمايي: (لا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ) يعنې د الله (جل جلاله) د خبرو لپاره هيڅ شى بدلوونكى نشته.
د دې خبرې ارزښت په هره زمانه كې د قران لوستونكو محسوس كړى دى.
خو څنګه چې مونږ په شلمه پيړۍ كې دا قران لولو، له همدې كبله چې كله مونږ د خپل عقل او علم سره سم پرې غور كوو نو مونږ ته په دې كې ډيره د حيرانتيا نه ډكه نقشه تر سترګو كيږي. دا لوستنه او مطالعه مونږ په داسې نړۍ كې ترسره كوو چې په هغې كې هيڅ شى هم په خپل ځاى ټينګ نه دريږي، نه د سړي خيالات پخپل ځاى ثابت پاتې کيږي، نه يې نظريې او فلسفې پخپل ځاى دريږي، نه يې د درملنې هغه طريقه پر ځاى پاتې کيږي، چې دى يې د خپلو ناروغيو لپاره لټوي او ورپسې ګرځي، ان تر دې پورې چې د جامو ډول يې هم پر خپل ځاى نه دريږي، سهار او ماښام بدليږي رابدليږي. ګواکې د تبديلۍ يو پرله پسې عمل دى چې روان دى. د لويديځ مفكرين بار بار پدې اقرار كوي چې په تيرو ۵۰ كلونو كې چې په څومره تيزۍ سره دا د حيرانتيا وړ بدلونونه د انسان په خيالاتو او نظريو راغلي دي، د دې كومه بيلګه او مثال په انساني تاريخ كې نه ترلاسه كيږي. لنډه دا چې د ساينس هغه نظريې او حقيقتونه چې له پيړيو نه يې انسان ريښتيني ګڼي او باور پرې كوي، خپل دين او ايمان ترې ځاروي، هغه پخپل ځاى بدل شوي او ورو ورو �

[ دوشنبه دوم آبان 1390 ] [ 5:26 ] [ طلحه انصار ]
.: Weblog Themes By Iran Skin :.

درباره وبلاگ

طلحه انصار دافغانستان دمیړنی او غیرتی ولس بچی
آرشيو مطالب
امکانات وب